Taleemul Quran Radio

Taleemul Quran Radio

음악/오디오 | MQB Apps

5억명 이상의 게이머가 신뢰하는 안드로이드 게임 플랫폼 BlueStacks으로 PC에서 플레이하세요.

페이지 수정 날짜: 2017년 2월 24일

Play Taleemul Quran Radio on PC

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لاهله والصلاة علی اهلها؛
وبعد؛
پتمنو او عزتمنو اورېدونکو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته؛
د تعلیم القرآن اسلامي راډیو ستر اهداف د دیني پوهي خپرول او د حق و لاري ته دعوت دي. تعلیم القرآن راډیو هیڅ ګوند او هیڅ غورځنګ ته منسوبه نه ده او نه هم نا ولسي خدمت بلکي صرف د ولس لپاره دیني او اجتماعي خدمت کوي.
درنو اورېدونکو! تعلیم القرآن راډیو د حمادیه مدرسې د خدماتو د څانګو یوه نوې تعلیمي او تربیوي څانګه ده. حمادیه اسلامیه مدرسه چي په ۱۳۹۰ هجري لمریز کال د جید او هڅاند عالم مولوي عبدالهادي حماد المفتي حفظه الله له لوري تاسیس سوې ده، د خپلو هیوادوالو لپاره د نشر و اشاعت، تعلیم و وتربیه او د دعوت په لاره کي خدمات لري.

د حمادیه اسلامیه مدرسې د خدماتو لاندي څانګي د یادوني وړ دي:
د دیني زده کړو لپاره صنفواره او حلقوي درسونه:
دارالافتاء یعني د خلکو د دیني پوښتنو د جوابونو څانګه، چي د مسلمانو وروڼو او خوندیو د دیني پوهي د زياتېدو لپاره د دوی دیني پوښتني د حنفي مذهب په رڼا کي جوابوي.
د تالیف او ترجمې څانګه، چي د مسلمانو وروڼو او خوندیو د علمي سویې لوړولو لپاره ډول ډول تالیفات، تصنیفات او ژباړي په ښه کیفیت چاپ او ټولني ته وړاندي کوي.
نداء القرآن مجله، چي دیني او ټولنیز خدمات پکښي وړاندي کیږي.
د مدرسې ویب سایټ: د حمادیه اسلامي مدرسې په ویب سایټ کي کتابتون، دارالافتاء، ږغیږ درسونو، په ږغیږ او لیکنیږ ډول د قرآنکریم ترجمه، د احادیثو درس، مقالې او داسي نور خپریږي.
تعلیم القرآن راډیو په ۱۳۹۴ هجري لمریز کال، د قندهار د جیدو علماوو او د مدرسو د مسؤلینو او زده کوونکو په غوښتنه، د حمادیه اسلامي مدرسې د مؤسس په هڅو او زیار سره تاسیس سوه. د نوموړي راډیو د څپو څخه دعامو خلکو د پوهاوي لپاره د حنفي مذهب په رڼا کي نشرات خپریږي.

درنو اورېدونکو! تعلیم القرآن راډیو به ستاسو زړونه په اسلامي پوهي روښانه کوي. ستاسو تږي زړونه به د علمي او ديني سمندر په خوږو اوبو خړوبوي. تعلیم القرآن راډیو به د دین په لاره کي ستاسو د دیني میني همتونه لوړ ساتي او تاسي به د دین په لاره کي د یوه خوشاله ژوند لوري ته سوقوي.

تعلیم القرآن راډیو د نورو اسلامي راډیو ګانو هڅي ستایي، وجود یې د ځان تائید بولي او د کړو خدماتو بدله یې د عظیم رب جل جلاله څخه ورته غواړي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

PC에서 Taleemul Quran Radio 플레이해보세요.

  • BlueStacks 다운로드하고 설치

  • Google Play 스토어에 로그인 하기(나중에 진행가능)

  • 오른쪽 상단 코너에 Taleemul Quran Radio 검색

  • 검색 결과 중 Taleemul Quran Radio 선택하여 설치

  • 구글 로그인 진행(만약 2단계를 지나갔을 경우) 후 Taleemul Quran Radio 설치

  • 메인 홈화면에서 Taleemul Quran Radio 선택하여 실행

비디오